ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،دژغورنې نړیواللې کمېټې په خپله وېبپاڼه کې د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې افغانستان اوسمهال د کورني بې ځایه شویو له ستونزو، بشري اړتیاوو او اقتصادي فشارونو سره مخ دی، چې راستنېدونکي کډوال یې اغېزمن کړي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې د ولسمشر جو بایډن له ادارې غوښتي چې د افغان کډوالو د کیسونو د څېړلو بهیر چټک کړي.
په ورته وخت کې، یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه ایستل شوي وایي چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او په دې سړه هوا کې د خوراکي او سون توکو د پېرلو او د درملنې توان نه لري.
یو شمېر هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي او د خپلو کېسونو د څېړلو او امریکا ته د تلو په تمه دي، هم وايي چې د دوی د کېسونو د څېړلو بهیر پڅ روان دی، افغانستان ته د ستنېدو لاره نه لري او په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.